له کونړ ولايت نه د رواني جګړې په اړه په تازه ترلاسه شوي خبر کې راغلي چې په چپه دره ولسوالۍ کې دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي.
سيمه ييز مجاهدين وايي غرمه مهال 1 بجې يې په ګوسلک، کرنړخوړ، پانډ او تاړه ګل سيموکې د دښمن په قطار بريد پيل کړی چې تر اوسه پوري دوام لري.
خبر وايي د جګړې په ترڅ کې د ګوسلک په سيمه کې 1 زغروال ټانګ په هشتاددو وويشتل شو چې په مکمل ډول ويجاړ شو او 2 تنه عسکر پکې ووژل شول او بل ژوبل شو.
خبرزياته کړې مجاهدينو په ګوسلک سيمه کې د دښمن په 2 پوستو هم وسلوال بريد ترسره شو چې له امله يې يوه پوسته په پوره ډول تخريب او 4 تنه عسکر پکې ووژل شول.
د يو تازه خبر په اساس اوس ماښام مهال په ګوسلک سيمه کې د دښمن يو زغروال ټانګ په هشتاددو وويشتل شو چې اور يې واخيست او په بشپړه توګه وسوزېد، په ټانګ کې 3 تنه عسکر وژل شوي دي.
د جګړې نور جزيات به وروسته په ليکه شي.
2013-12-15
افغانستان